پنجشنبه, اگست 6, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين د مالي موخې لپاره د پانګې لاسته راوړنې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 10, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

پر لوی پولي ځواک د بدلېدو لپاره د چين موخه د پراخې ستراتيژۍ حساسه برخه ده څو په نړيوال سټېج کې د دغه هېواد موقف لوړ کړي، اقتصادي ودې ته یې تنوع ور وبښي او پر نړيوال پولي سيسټم یې تکيه کمه کړي. د نړۍ د دويم لوی اقتصاد په توګه او تر خورا ډيرو اقتصادي او ټکنالوژيکي پرمختګونو وروسته د چين تر ټولو مهم هدف دا دی چې په نړيواله کچه پياوړی پولي سيسټم ولري.

د سپټمبر په پنځمه نېټه دوو دولتي بروکرونو هر يوه ګوتای جونان سيکيوريټيز او هايتونګ سيکيوريټیز د يو ځای کېدو اعلان وکړ. د دوی تر يو ځای کېدو وروسته به د چين په مالي سکټور کې خورا پياوړې اداره رامنځته شي چې پانګه به یې ۲۳۰ ميلياردو ډالرو ته ورسيږي او تر اوسني ستر شرکت سيټيک سيکيوريټيز به مخکې شي.

You might also like

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

دا اقدام د هغې پراخې ستراتيژۍ يوه برخه ده چې د چين د ۱.۷ ټريليونه مالي سکټور د ثبات او د پانګونې د داسې بانکونو د رامنځته کېدو لپاره پلې کيږي چې د والسټريټ له سترو بانکونو او کمپنيو سره د سيالۍ جوګه وي. په  دې برخه کې د چين موخه څرګنده ده: تر ۲۰۳۵م کال پورې د پانګونې د دوو يا دريو داسې بانکونو جوړول چې په نړيواله کچه سيالي وکړای شي.

د لویو بانکونو جوړول په نړيوال مالي سيسټم کې د اغېز د پراخولو لپاره د چين د موخې څرګندونه کوي. په تاريخي لحاظ، د چين مالي سيسټم د کورنيو مارکېټونو د اړتياوو پر پوره کولو متمرکز و. د بروکرونو ادغام په يادې ستراتېژۍ کې د بدلون نښه ده. چين نور نه غواړي چې سيمه ييز مالي لوبغاړی وي، بلکې غواړي چې د لويديځ تر سلطې لاندې لويديځ مالي نظام وننګوي.

په تېره يوه لسيزه کې د والسټريټ اړوند کمپنيو په چين کې خپل فعاليتونه پراخ کړل او د دغه هېواد له مالي مارکېټ څخه يې د پام وړ ګټه ترلاسه کړه. د نړۍ سترو مالي شرکتونو په دغه هېواد کې د پښو ځايونه پراخ کړل او مختلف خدمتونه یې پيل کړل. په مقابل کې یې د چين ځايي کمپنيو هم هڅې وکړې څو د هغوی له شرایطو سره ځانونه عيار کړي. د دې هر څه په غبرګون کې چين اوس غواړي چې کورنۍ مالي مؤسسې تقويه کړي څو نه يوازې په کور د ننه سيالي وکړي، بلکې په نړيواله کچه هم لویديځې کمپنۍ وننګوي.

دغه مهم ګام څو مهمې ګټې لري. لومړی؛ په نړيوال مالي نظام کې مقياس مهم دی. په چين کې د دوو لويو بروکرونو په ادغام سره، يو داسې لوی شرکت رامنځته کيږي چې د مقياس، سرچينو او پانګې له پلوه په نړيواله کچه سيالي وکړای شي. لوی مقياس مثمريت لوړوي، عملياتي لګښتونه راکموي او مالي مؤسسو ته دا وړتيا ورکوي چې په نړيواله کچه لویې او مغلقې معاملې وکړي.

دويم؛ د مالي مؤسسو ادغام د چين د مالي مقاومت د ډيريدو سبب کيږي. لویې مالي مؤسسې د اقتصادي ضربو او د مارکېټونو د بدلونونو پر مهال په کور د ننه او نړيواله کچه د چين مقاومت لوړوي. په مالي سکټور کې د پاشلتيا په کمولو سره چين د بهرنۍ پانګونې د جلبولو لپاره هم د يوه چوکاټ د رامنځته کولو هڅې کوي.

درېيم، دا اقدام د يوه پراخه بهير يوه برخه ده چې چين پکې د خپلو مالي زيربناوو د عصري کولو هڅه کوي. د بروکرونو له ادغام څخه رامنځته شوې اداره به ښايي په ډيجيټلي ټکنالوژۍ او مصنوعي ځيرکتيا پانګونه وکړي څو د سياليو جوګه پاتې شي. دا هغه برخه ده چې د چين مالي سکټور وار له مخې پکې د پام وړ لاسته راوړنې درلودلې دي. که چيني بروکرونه له خپلو خدمتونو سره پرمختللي ټکنالوژي مدغم کړي نو په نړيوال مالي صنعت کې به د پام وړ امتياز ترلاسه کړي.

د دې لپاره چې د چین مالی ادارې د ګولډمن ساکس يا جې پي مورګن چېس په څېر ادارو سره سيالي وکړای شي نو بايد نه يوازې د مقياس له پلوه، بلکې د اعتبار او استعداد له پلوه هم وده وکړي. دوی يوازې په هغه صورت کې برياليتوب ته رسېدای شي چې له شته خنډونو تېرې شي.

وخت به دا روښاه کړي چې ایا د لوړې کچې پانګونې بانک رامنځته کول به پر والسټريټ څه اثر وکړي که نه، خو يوه خبره روښانه ده چې د چين مالي جاه طلبي اوس تر بل هر وخت ډيره شوې او نړۍ به یې له نږدې ننداره کوي.

Previous Post

اروپايي ټولنې له افغانستان سره د ۲۵ میلیونه یورو مرسته وکړه

Next Post

د روسیې پوځ به د چين د ”شمال- د ۲۰۲۴م کال ګډ تمرين “کې ګډون وکړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی
نړیوال خبرونه

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي
نړیوال خبرونه

نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي
نړیوال خبرونه

امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
Next Post

د روسیې پوځ به د چين د ”شمال- د ۲۰۲۴م کال ګډ تمرين “کې ګډون وکړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شپږ هېوادونه د برېکس نوي غړي وټاکل شول

اگست 25, 2023
ایران کې افغانانو سره ناوړه چلند توند غبرګونونه را پارولي

ایران کې افغانانو سره ناوړه چلند توند غبرګونونه را پارولي

اپریل 9, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

زابل کې ۲۳ کلنه د دوو کورنیو دښمني په دوستي بدله شوه
افغانستان

زابل کې ۲۳ کلنه د دوو کورنیو دښمني په دوستي بدله شوه

اگست 6, 2026
له چین څخه افغانستان ته د برېښنايي تجهیزاتو واردات پیلېږي
اقتصاد

له چین څخه افغانستان ته د برېښنايي تجهیزاتو واردات پیلېږي

اگست 6, 2026
سمنګان کې د ۲ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې دي
اقتصاد

سمنګان کې د ۲ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې دي

اگست 6, 2026
د فوټسال ملي لوبډله نن د نیوزیلنډ پر وړاندې سیالي ترسره کوي
سپورت

د فوټسال ملي لوبډله نن د نیوزیلنډ پر وړاندې سیالي ترسره کوي

اگست 6, 2026
ترابي: مرستندویه بنسټونه دې زیانمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي
افغانستان

ترابي: مرستندویه بنسټونه دې زیانمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي

اگست 6, 2026
هلمند؛د خوارځواکۍ مرکزونه د ټولو ناروغو ماشومانو د منلو ظرفیت نه لري
افغانستان

هلمند؛د خوارځواکۍ مرکزونه د ټولو ناروغو ماشومانو د منلو ظرفیت نه لري

اگست 6, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved