پنجشنبه, اگست 6, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين کلتوري صنعت ۲۱م نړیوال نندارتون نړۍ ته ځواک ښودلی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 23, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د چين کلتوري صنعت ۲۱م نړیوال نندارتون نړۍ ته ځواک ښودلی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين کلتوري صنعت ۲۱م نړیوال نندارتون د مې په ۲۲مې نېټې د ګوانګ دونګ ولايت په شن جن ښار کې پرانيستل شو او ۵ ورځې به دوام ولري.

په دغه نندارتون کې په لومړي ځل د مصنوعي ځيرکتيا نندارځی جوړ شوی، چې په ټوله کې د نندارې او سوداګرۍ لپاره ځانګړی شوی دی او د نړیوال کېدو، بازاري کېدو، مسلکي کېدو او ډيجيټلي کېدو د سويې د لوړولو لپاره هڅې کوي. دغه نندارتون د کلتوري صنعت په برخه کې د چين لومړی لوی نندارتون دی او په اړوندو نړيوالو نندارتونونو کې د مخکښ ځای د نيولو په هڅه کې دی.

You might also like

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

دغه نندارتون د ۳ مجموعي نندارځايونو او ۵ مسلکي نندارځايونو په شمول ۸ نندارځي لري، چې په دې ۳ مجموعي نندارځايونو کې د کلتوري صنعت دوې برخې او د لوی خليج سيمې يا د ګوانګ دونګ ولايت،  هانکانګ او مکاو ځانګړو سيمو د کلتوري صنعت ابتکاري نندارځی شامل دي او پاتې په ۵ مسلکي نندارځايونو کې د نړيوالې کلتوري سوداګرۍ نندارځی، د کلتوري مصرف او سيلانيزو چارو نندارځی، د هنري ډيزاين، فيشني ژوند او کلتوري تخنيکونو او سوداګرۍ نندارځی، د فلم او ټېلويزيون، د چاپ حق، برېښنايي لوبو نندارځی او د غير مادي ميراثونو او هنرونو نندارځی شامل دي.

ټاکل شوې په دغه نندارتون کې به له ۱۲۰ زرو ډېر کلتوري تولیدات نندارې ته وړاندې او د کلتوري صنایعو د پانګو اچولو او راجلبولو څه باندې ۴ زره پروژې ترسره شي. د معلوماتو له مخې، په دغه نندارتون کې به ۶ زره او ۲۸۰ حکومتي پلاوي، کلتوري سازمانونه او شرکتونه په انلاين او افلاين ډول ګډون ولري، چې دغه شمېر د تېرې دورې د نندارتون د ورته شمېر په پرتله ۲۶۵ زيات دی.

د يادونې ده، چې په دغه نندارتون کې په لومړي ځل د مصنوعي ځيرکتيا د نندارې ځانګړې سيمه جوړه شوې او شاوخوا ۶۰ شرکتونو پکې خپل تولیدات نندارې او پلور ته وړاندې کړې دي.

د چين د کلتوري صنعت د ۲۱م نړیوال نندارتون انتظامي کمېټې د دفتر مشرې ليو لېي رسنيو ته ويلي، دغه نندارتون د کلتور او تخنيک پيوستون ته پاملرنه کوي، د مصنوعي ځيرکتیا په شمول د پرمختللو تخنيکونو له لارې د دغه نندارتون توان پياوړی کوي او د سوداګرۍ رول يې نور هم ټينګوي. د هغې په خبره، دغه نندارتون به د نړیوال کېدو، بازاري کېدو،‌ مسلکي کېدو او ډيحيټلي کېدو سويه پر له پسې لوړه کړي او د کلتوري توليداتو د معاملې، د پانګونې او د نويو تخنيکونو د نندارې په برخو کې به د ډګر ښه رول ولوبوي.

د معلوماتو له مخې، په دغه نندارتون کې ۶۵ هېوادونه او سيمې او ۳۰۵ بهرني شرکتونه په انلاين او افلاين ډول ګډون لري، چې شمېر يې په ټولو ګډونوالو کې ۲۰ سلنه نيولی دی او په دې جمله کې د ۴۰ هېوادونو او سيمو ۱۳۲ بهرني شرکتونه افلاين يا حضوري او  د ۲۵ هېوادونو او سيمو ۱۷۳ بهرني شرکتونه بیا انلاين برخه لري.

وړاندوينه کېږي، چې په دغه نندارتون کې به د ۱۱۰ هېوادونو او سیمو ۳۵ زره بهرني مسلکي نندارچيان برخه واخلي، چې په دوی کې به ۱۲ زره افلاين او ۲۳ زره انلاين ګډون ولري.

دا د کلتوري صنعت د سوداګرۍ ملي،‌ نړیوال او مجموعي نندارتون دی،‌ چې د نړیوالې ټولنې لخوا تائيد شوی او د چين تر ټولو لوړ، لوی او اغېزمن نندارتون بلل کېږي.

دغه نندارتون د چين د کلتور د ورخلاصون يوه مهمه کړکۍ يادېږي.

Previous Post

د چين بهرنيو چارو وزير وانګ يې د هالنډ له سيال کاسپار ويلډکامپ سره خبرې اترې وکړې

Next Post

د امریکا او ایران تر منځ پنځم پړاو خبرې پای‌ته ورسېدې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی
نړیوال خبرونه

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي
نړیوال خبرونه

نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي
نړیوال خبرونه

امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
Next Post
د امریکا او ایران تر منځ پنځم پړاو خبرې پای‌ته ورسېدې

د امریکا او ایران تر منځ پنځم پړاو خبرې پای‌ته ورسېدې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پر کرونا د اخته امریکایي نظامیانو شمېر ۱۷۴ ته رسېدلی

پر کرونا د اخته امریکایي نظامیانو شمېر ۱۷۴ ته رسېدلی

مارچ 25, 2020
اسلامي امارت د بریټانیا د لومړي وزیر د څرګندونو هرکلی کړی

اسلامي امارت د بریټانیا د لومړي وزیر د څرګندونو هرکلی کړی

نوومبر 22, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

زابل کې ۲۳ کلنه د دوو کورنیو دښمني په دوستي بدله شوه
افغانستان

زابل کې ۲۳ کلنه د دوو کورنیو دښمني په دوستي بدله شوه

اگست 6, 2026
له چین څخه افغانستان ته د برېښنايي تجهیزاتو واردات پیلېږي
اقتصاد

له چین څخه افغانستان ته د برېښنايي تجهیزاتو واردات پیلېږي

اگست 6, 2026
سمنګان کې د ۲ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې دي
اقتصاد

سمنګان کې د ۲ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې دي

اگست 6, 2026
د فوټسال ملي لوبډله نن د نیوزیلنډ پر وړاندې سیالي ترسره کوي
سپورت

د فوټسال ملي لوبډله نن د نیوزیلنډ پر وړاندې سیالي ترسره کوي

اگست 6, 2026
ترابي: مرستندویه بنسټونه دې زیانمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي
افغانستان

ترابي: مرستندویه بنسټونه دې زیانمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي

اگست 6, 2026
هلمند؛د خوارځواکۍ مرکزونه د ټولو ناروغو ماشومانو د منلو ظرفیت نه لري
افغانستان

هلمند؛د خوارځواکۍ مرکزونه د ټولو ناروغو ماشومانو د منلو ظرفیت نه لري

اگست 6, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved