د بدخشان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د مایمي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۵ تنه مړه او ۴ نور ټپیان شوي دي. د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار ویلي، پېښه د سېشنبې ماسپښین هغه مهال رامنځته شوه چې یو لینډکروزر موټر له سړک واوښت او سیند ته وغورځېد. د مایمي ولسوالۍ امنیه قوماندان صلاحالدین ایوبي ویلي، ټپیان نږدې روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي او د دوو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.



































