په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري همغږۍ د دفتر (اوچا) سرپرست، تاجالدین اویوالي ویلي، هر ماشوم د زدهکړې لپاره خوندي چاپېریال او د خپل راتلونکي د جوړولو حق لري. د هغه په وینا، یونیسف او شریکانو یې په افغانستان کې ۴ میلیونه ماشومانو ته د زدهکړې مواد برابر کړي دي. همداراز، د ماشومانو لپاره د مناسب تعلیمي چاپېریال د رامنځته کولو په موخه ۲۳۲ دولتي ښوونځي رغول شوي دي. نوموړي ټینګار کړی، چې د زدهکړې دوام د ماشومانو د راتلونکي لپاره حیاتي ارزښت لري. هغه د تعلیمي ملاتړ د لا پراختیا او د ماشومانو د لاسرسي د زیاتېدو پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.



































