د ننګرهار ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره په ۱۸۰۰ جریبه ځمکه یو استوګنیز ښارګوټی پرانیستل شوی دی. دغه ښار ګوټی د « امیرالمؤمنین» په نوم جوړ شوی او د ښارجوړونې او مسکن وزیر مولوي نجیبالله حیات حقاني په حضور کې پرانیستل شو او ورسره په دغه ښارګوټي کې د استوګنې د نمرو د وېش بهیر هم پیل شو. مولوي نجیبالله حیات حقاني ویلي، اسلامي امارت ژمن دی چې راستنېدونکو کورنیو ته د استوګنې لپاره د ځمکو نمرې په عادلانه، شفاف او منظم ډول ووېشي. د ښارجوړونې او مسکن وزیر له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې له افغان کډوالو سره د انساني او اسلامي اصولو له مخې چلند وکړي. نوموړي همداراز د هېواد له شتمنو او خیرغوښتونکو وغوښتل چې له راستنېدونکو کورنیو سره د ملاتړ او مرستې لاس وغځوي.



































