د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره، یا یونسیف وايي، په افغانستان کې تر ۱۲ میلیونه ډېر ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري. د دې ادارې د مارچ میاشتې په راپور کې، چې پرون خپور شو، ویل شوي چې اقتصادي ځوړتیا، د بې روزګارۍ زیاتېدا، د اوږدو جګړو او اقلیمي بدلون اغېزې په افغانستان کې د بېوزلۍ د ډېرېدو اصلي عوامل دي. یونسیف وايي، افغان ماشومانو ته د مرستې لپاره یو میلیارد او ۴۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده ،خو تراوسه د دې پیسو یوازې ۳۵ سلنه برابرې شوې دي.