رویټرز خبري اژانس د څلورو سرچینو په حواله ویلي چې امریکا اسراییل ته د بوینګ شرکت د جوړو شویو ځینو وسلو استول بند کړي دي. د سرچینو په وینا، د لویو بریدونو په دې بار وړونکو وسلو کې غیر لارښود بمونه په کره لارښود کوچنيو بمونو اړوي. سرچينو په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړي. سپینې ماڼۍ او پنټاګون په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته په یوه یادښت کې، یو شمیر لوړ پوړو امریکایي چارواکو مشوره ورکړې چې دوی د نړیوالو بشري قوانینو سره سم د امریکا د وسلو د کارولو په اړه اسراییل «ریښتینی او د باور وړ» و نه ګڼي.