د پاکستان د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو سختو بارانونو په له امله ۲۲ تنه مړه شوي دي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، چې پرون د ورځو په اوږو کې په کوټه کې سخت او تېز بارانونو وشول چې له امله یې د دې سیمې سړکونه او عامه کوڅې سېلاب شوې دي. د دغه راپور له مخې، د سېلابونو په پايله کې چې د دغه ايالت په مختلفو سيمو کې لارې دترافيکو پرمخ تړلي دي د استوګنې زيات شمېر کورونه ويجاړ شوي او د مايع ګازو يو لوى ټانکر چې له ايران څخه دغه هېواد ته داخل شوى هم چپه شوى دى. دا په داسې حال کې ده چې د کوټې ښار نږدې ټول سړکونه چې پکې کندهاري بازار،جناح، لیاقت، شهزاد، زرغون، سرکي او ګوالمنډي سړکونه هم شامل دي، زورور سیلابونه راوتلي دي.