د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال د هرات ولایت د پاشدان بند د پاتې چارو د پیل په مراسمو کې ویلي، سرپرست حکومت د هېواد په کچه د هغو بندونو ارزونه ترسره کړې، چې کارونه یې نیمګړي پاتې وو. نوموړي ویلي، سرپرست حکومت د هېواد په ځان بسیاینې، ټولنیز او اقتصادي پرمخګ لپاره د نورو برخو ترڅنګ د طبیعي سرچینو د مدیریت لپاره قوي هوډ او د عمل نیت لري او په دې برخه کې یې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته ښه زمینه برابره کړې ده. هغه زیاته کړې، د تېرو دوو لسیزو ناخوالو او اقتصادي بې ثباتي او اقلیمي بدلون له امله اوښتي زیانونه هغه لاملونه دي، چې افغانستان یې له ډېرو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخ کړی دی. نوموړي پاشدان بند د هرات لپاره مهمه او حیاتي پروژه بللې او ډاډ یې ورکړی، چې سرپرست حکومت په ټول توان سره د یادې پروژې بشپړولو ته ژمن دی.