د میدان وردګو د رسنیو دفتر ویلي، چې تېره شپه د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو او لرو پرتو سیمو کې سخته واوره ورېدلې ده. ولایتي مسوولینو ویلي، دغه واوره په داسې حال کې شوې، چې د دغه ولايت د زردالو او مڼو باغونو تازه ګلان غوړولي دي. ویل کېږي چې په ميدان وردګو کې د سختې واورې ورښت هم بزګران اندېښمن کړي دي. دا په تېرو څو لسیزو کې لومړی ځل دی چې په هېواد کې د ثور په میاشت کې د افغانستان یو شمېر ولایتونه د واورې د ورښت شاهدان دي. میدانوردګ، غزني، پنجشېر، اروزګان او بدخشان هغه ولایتونه دي، چې په ځینو سیمو کې يې واوره ورېدلې او بزګران یې اندېښمن کړي چې د کروندو او باغونو حاصلات به یې زیانمن کړي.