د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د تېرو ۲ اوونیو پرلهپسې ورښتونو له امله په دې ولایت کې ۱۱ کرنیز کوچني بندونه، زرګونه متره کانالونه او سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي. دمالوماتو له مخې یاد کرنیز بندونه په مرکز ګردېز، احمدخېل، میرزکه او زرمت ولسوالیو کې د سېلابونو راوتلو له امله لهمنځه تللي دي. دغه راز په مرکز ګردېز،احمدخېل، زرمت او احمدابا ولسواليو کې د سېلابونو له امله ۲۴زره ۱۵۰متره کانالونه او ۴زره او ۵۰۰ مېوه لرونکې او بېمېوې ونې هم لهمنځه تللې دي. د معلوماتو له مخې، په پکتيا کې د وروستيو ورښتونو له امله لسګونه کورنه هم نړېدلي او د ماشومانو په ګډون شپږ کسانو ژوند هم پهکې بايللی دی.