د سرپرست حکومت اقتصادي معاونیت وایي، په روانې غویي میاشت کې د اوبومدیرت، ټرانسپورټ او صنعت سکټورونو په برخه کې د ۴۴.۲۴ میلیارده افغانیو په ارزښت ۸ پروژې پرانیستل شوې دي. د یاد معاونیت د معلوماتو له مخې، د ټرانسپورټ سکټورکې د ۳۳ میلیارده او ۳۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د هرات – غور لویې لارې، د کابل خیرخانې کوتل سړک دویمې برخې، له شهید څلور لارې تر قصبې سړک او د کابل له هوایي ډګره تر ګمرک پورې نښلوونکي سړک پروژې شاملې دي، چې د سرپرست حکومت له بودحې تمویلېږي. دغه راز د صنعت په برخه کې بیا د ۲ میلیارده او ۴۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د خصوصي سکټور له لوري هرات ولایت کې د درملو تولید دوو فابریکو او د غیرالکولي مشروباتو یوې فابریکې پرانیستل کېدل شامل دي. د دې ترڅنګ د سرپرست حکومت له بودجې د ۸ میلیارده او ۴۲۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو مدیریت په برخه کې د پاشدان بند د پاتې چارو پیلول شامل دي.