له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ ويلي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلوي. یادې ادارې ویلي، چې دغه کمپاین به د سبا د دوشنبې په ورځ پیل شي. د یادې ادارې لهخوا د پولیو ضد واکسین پېلېدونکي پړاو کې به له ۵ کلونو کم عمره زرګونه ماشومانو ته واکسین ورکړل شي. دا کمپاین داسې مهال پیل کېږی چې له پاکستان نه د افغان کډوالو د اېستل کېدو لړۍ هم چټکه شوې او د ګوزڼ د لا پراخېدو وېره شته. د پولیو بېړني مرکز په وار-وار له پاکستان نه ستنېدونکو افغانانو غوښتي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکړي.

































