کرکټ بورډ خبر ورکړی، چې د ورزشي ډیپلوماسۍ، د کرکټ د ترویج او تخنیکي همکاریو په موخه د چین د رسمي بلنې پر بنسټ یو پلاوی دغه هېواد ته لېږلی دی. په یاد پلاوي کې د کرکټ ملي روزونکی نوروز منګل او قیس احمد، ظاهرخان پکتین، فیصل شینوزاده او واحدالله ځدراڼ شامل دي. د کرکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان له سفر وړاندې له پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، افغانستان د کرکټ پراختیا او نړیوالو همکاریو ته ژمن دی او هڅه کوي له بېلابېلو هېوادونو سره په دې برخه کې خپلې اړیکې پراخې کړي. ټاکل شوې افغان پلاوی د خپل سفر پر مهال د کرکټ د پراختیا، ټولنیزې ښکېلتیا او تخنیکي تجربو د شریکولو په اړه په بېلابېلو غونډو او ورکشاپونو کې ګډون وکړي او د ورزشي ټکنالوژۍ اړوند نندارتونونه هم وګوري.
































