د مې د نهمې نېټې په سهار د چين او اروپا ترمنځ يوه نوبتي باروړونکي اروګاډي د چين د جنګجو ولايت له پوتيان سټېشن څخه د جرمني هامبورګ ته حرکت کړی. دغه راز د چين او اروپا ترمنځ د نوبتي باروړونکو اورګاډيو له پيل راهيسې د دغو اورګاډيو د تګ راتګ شمېر له ۱۳۰ زرو څخه زيات او ورسره د ليږد راليږد شويو مالونو ارزښت له ۵۲۰ ميلياردو امريکايي ډالرو څخه لوړ شوی دی.
د چين په ۱۲۹ ښارونو کې اروپا ته د نوبتي باروړونکو اروګاډيو مسيرنه د ګټې اخيستنې ته سپارل شوي او د ۲۶ اروپايي هېوادونو ۲۳۵ ښارونو او د ۱۱ اسيايي هېوادونو څه باندې ۱۰۰ ښارونو ته يې غځېدلی، چې اسيا او اروپا د دې خدمتي شبکې تر پوښښ لاندې راغلي دي.

































