د چین د ۱۵م پنځه کلن پلان لپاره د چین د شينجيانګ اویغور کورواکې سيمې ځانګړې مطبوعاتي غونډه د مې په ۹مه ترسره شوه. په دې غونډه کې معلومات ورکړل شوي، چې دغه سيمه به د ياد پلان په موده کې ( له ۲۰۲۶م کال څخه تر ۲۰۳۰م کال پورې) د خپلو صنايعو د پرمختګ نوې برتري وپالي، په نويو صنعتي معيارونو به نمونوي پروژې ترسره کړي، د ټيټې ارتفاع د اقتصاد او نويو موادو په شمول نوې مخ پر ودو صنايعو ته به وده ورکړي، څو صنعتي کلستر په لویې پيمانې رامنځته او زياتې ګټې ترې پورته شي.
په دې غونډه کې همدارنګه معلومات ورکړل شوي، چې شینجيانګ سيمه به د هېواد اړتياوو او خپل ظرفیت ته په کتو په درېيو برخو (تجهیزاتو، د ټيټې ارتفاع اقتصاد او نویو موادو) کې ډېره هڅه وکړي، چې له مخې به يې د تجهیزاتو د جوړولو په اړه خپله صنعتي برتري پراخه کړي او د ځانګړو تجهیزاتو د جوړولو صنعتي ځنځير به جوړ کړي او د ملاتړ وړتيا به يې پیاوړې کړي، د ټيټې ارتفاع تجهیزات به د لوجیسټيک، سيلانۍ، کرنې او ځنګلوالۍ او پېښو ته د رسېدنې په شمول زياتو برخو کې وکاروي او د نويو موادو د اضافي ارزښت د لوړتيا لپاره به هڅې وکړي.

































