د شل کلنو کمعمره فوټبال ملي لوبډله سبا ورځ د مرکزي اسیا د فوټبال سیالیو په لړ کې له ترکمنستان سره د لوبې ډګر ته ښکته کېږي. دا د ۲۰۲۶ کال د مرکزي اسیا (کافا) سیالیو په لړ کې د افغانستان لومړۍ لوبه ده.یادې سیالۍ د تاجیکستان په کوربتوب د مې له ۱۲مې تر ۱۷مې ترسره کېږي، چې د افغانستان، ترکمنستان، تاجیکستان، اوزبکستان او قرغزستان د شل کلنو کمعمره ملي لوبډلې پکې ګډون کوي.

































