د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د می د نهمې نېټې په شپه په پلازمېنې مسکو کې يوې خبري ناستې ته د هېواد د دفاعي جګړې د بريا ورځې د رسم ګذشت، د روسيې او اوکراين د شخړې، د ايران د جګړې او له چين سره د خپلو اړيکو په اړه د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ويلي دي.
پوتين د روسيې او چين ترمنځ اړيکې او همکارۍ د نړيوالو اړيکو د ثبات لپاره تر ټولو مهمې بللې دي.
نوموړي د بې وسلې کولو او د اټومي وسلو د نه خپرېدو په برخه کې نړیوال تړونونه په بشپړه توګه بې اغېزې ياد کړي او په ورته وخت کې يې له چین سره همکارۍ د اټومي وسلو د نه خپرېدو او د ثبات د ساتلو لپاره ډېرې مهمې یادې کړې دي.
هغه چين د روسيې يو مهم اقتصادي او سوداګريز همکار بللی او د دواړو هېوادونو د سوداګريز ارزښت دوامدار زياتوالی يې هم ستايلی دی او په خبره یې، د روسیې او چين عصري ساينس او تخنيکي چارو پرمختګ موندلی او د دوه اړخيزې اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ جوړښت یې ډېرو برخو ته پراخ شوی دی.
پوتين د روسيې او اوکراين د روانې شخړې په هکله ويلي، چې هېواد يې تراوسه د بنديانو د تبادلې لايحه نه ده ترلاسه کړې او په وینا يې، مسکو د ولسمشر ټرمپ له اړوند وړانديز مخکې اوکراين ته د بنديانو د تبادلې وړانديز کړی، چې پکې د ۵۰۰ اوکرايني سرتيرو نومونه شامل دي، خو اوکراين یې ياد وړانديز له پامه غورځولی دی.

































