په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشرې چیا وي لي د زابل والي، سره په کتنه کې د زابل اوسېدونکو سره په بېلابېلو برخو کې د مرستي ډاډ ورکړی دی. د زابل د والي ویاند صدیق الله وثیق ویلي، چې د زابل ولایتي مسوولینو، له سېلاب ځپلو سره د مرستې، د اوبو د مهارونکو بندونو، کارېزونو او استنادي دېوالونو د جوړولو ترڅنګ د روغتیا او کرنې په سکټورونو کې د خوړو نړیوال پرواګرام له مشرې د مرستې غوښتنه کړې ده. وثیق ویلي، افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشرې یادو برخو کې په دغه ولایت کې د پروژو د پلي کېدو ډاډ ورکړی دی.