د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د تاتارستان سوداګرو او د نفتو او ګازو پروسس شرکتونو استازو د دغه وزارت له وزیر شیخ شهابالدین دلاور سره په لیدنه کې د افغانستان په نفتو او ګازو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې. د تاتارستان سوداګرو په دغې لېدنه کې ویلي؛ اوسمهال چې افغانستان کې سراسري امنیت تامین او د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې، نو دوی په پام کې لري ترڅو د افغانستان د نفتو او ګازو د استخراج په برخه کې پانګونه وکړي. ورتهمهال شیخ شهاب الدین دلاور یادو سوداګرو ته د هرکلي ترڅنګ ویلي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې هرډول همکارۍ ته چمتو دی.