د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست په ازبکستان کې په یوه شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ. د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست د شپږ اړخيز دهليز د جوړولو او د افغانستان، روسيې، بلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې د ګډون په موخه تېره ورځ د يوه پلاوي په مشرۍ ازبېکستان ته تللی دی. په دغه کتنه کې د افغانستان پلاوي د نورو هېوادونو له پلاو سره د هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخیزه دهلېز له لارې د راکړې ورکړې د پراختیا په اړه خبرې وکړې.