د اسلامکلا بندر د معیار او کیفیت امریت مسوولینو ۳۳ ټنه او ۵۰۰ کیلو ګرامه بېکیفیته اوسپنیز مواد پېژندلي او بېرته یې صادرونکي هېواد ته مسترد کړي دي. د مسوولینو په خبره دغه اقدام د وارداتي توکو د کیفیت د کنټرول د دوامداره بهیر په ترڅ کې ترسره شوی، چې هدف یې د هېواد بازار ته د ټیټ کیفیت او غیر معیاري توکو د داخلېدو مخنیوی دی. مسوولین زیاتوي چې د هېواد په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت د څارنې بهیر په شفاف، منظم او جدي ډول روان دی او د ټیټ کیفیت توکو پر وړاندې هېڅ ډول نرمښت نه کېږي. دوی ټینګار کړی چې د معیار او کیفیت ادارې هڅه کوي د خلکو د خوندیتوب او د بازار د ثبات لپاره د وارداتو کیفیت تر سختې څارنې لاندې وساتي.



































