د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په جانوخېلو سیمه کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې عامهالمنفعه پروژې د پرانیستې مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ښوونې او روزنې رئیس شیخ عبدالرحمان رحماني وویل چې د هېواد سیاسي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ د اسلامي نظام له مهمو اهدافو څخه دی. نوموړي زیاته کړه چې د امیرالمؤمنین د ځانګړي شفقت له مخې له نورستان برګمټال څخه تر پکتیکا تروې پورې ۱۲۵ پراختیایي پروژې پلي کېږي. بلخوا د لوګر مرستیال والي او ځايي خلکو د دغو پروژو هرکلی وکړ او د سیمې د پرمختګ لپاره یې مهمې وبللې. په غونډه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت، ولایتي چارواکو، دیني عالمانو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی و.



































