سپین زر دولتي شرکت د کندوز اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همغږۍ دې ولایت کې د شعر شپې په نامه مشاعره جوړه کړې. دغه مشاعره چې یو شمېر شاعرانو، لیکوالو، سوداګرو او د کندوز اوسېدونکو پکې ګډون کړی و له کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه جوړه شوې وه. غوړي، کنجاړه، صابون، شامپو او کاغذي دستمالونه د سپین زر دولتي شرکت بنسټیز تولیدات دي چې دغه مشاعره کې نندارې ته وړاندې شول. د مشاعرې ګډونوال له کورنیو تولیداتو ملاتړ د هېواد اقتصادي ودې لپاره اغېزمن بولي. د سرپرست حکومت د بیاځلې واکمنېدو وروسته په کندوز کې د سپین زر دولتي شرکت له کلونو ځنډ وروسته بیاځلې فعال شو او دا مهال له لسو ډېرو تولیدي برخو کې فعالیت لري.