د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې اسراییل به د ایران بریدونو ته ځواب ورکړي. العربیه شبکې راپور ورکړی چې ایران د لسګونو بې پیلوټه الوتکو سربیره په اسراییلو یو شمېر کروز توغندي هم توغولي. هغه زیاته کړې، چې د اسراییلو دفاعي سیسټمونه د هر ډول احتمال پر وړاندې ځای پرځای شوي دي او د دفاع او برید دواړو لپاره چمتو دي. د اسراییلو لومړي وزیر له دغه هیواده د امریکا، بریتانیا، فرانسې او ځینو نورو هېوادونو د ملاتړ یادونه هم کړې ده.