د ننګرهار ولایت مقام ویلي، چې د ننګرهار مرستيال والي، د ننګرهار د بهرنيو چارو رییس او د ايران کونسل، مجيد صادقي دولت آبادي له ملکي هوايي ډګره د بیارغونې او ايران ته د الوتنو په موخه ليدنه کړې ده. د اعلامیې پر بنسټ، د ولایت مرستيال ویلي، د ننګرهار د ملکي هوايي ډګر ځغاستليکه به د ايران په مالي مرسته درې کيلومترو پورې اوږده او په نړۍوال معیار به برابره شي.