د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د یاد وزارت سرپرست وزیر د مالیزیا د لومړي وزیر له ځانګړې استازې ډاکټر شاهزلینا په مشرۍ له راغلي مالیزیایي پلاوي سره په لیدنه کې په افغانستان کې د سیمې هېوادونو له لوري د پانګونې زیاتوالي تر څنګ له مالیزیایي پانګوالو هم غوښتي تر څو په افغانستان کې ورته پانګونه وکړي. دغه وزارت زیاتوي، چې په دغه ناسته کې د دوه اړخیزه سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او د دواړه هېوادونو ترمنځ د سوداګریز توصل رامنځته کولو په موخه د اړیکو پر پیاوړي کولو او د افغاني محصولاتو په ځانګړي ډول غالیو، پنبې او کاني ډبرو ته په مالیزیا کې د بازارونو د موندنې په موخه د یو کنفرانس د جوړېدو په تړاو هم خبرې شوې دي.