افغانان په دې پوهېږي، چې زموږ هیواد له دوی سره، څومره مرسته کړې او لا به دوام ورکړي. په دې وروستیو ورځو کې د حیرتان بندر ته د ۵۳۶ ټنه اوړو مرسته را رسېدلې ده. او دا د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ کال تر وروستیو پورې د هغو مرستو یوه برخه ده، چې روسیې د ملګرو ملتونو د خواړو نړیوال پروګرام سره د افغانستان لپاره ژمنه کړې ده.