د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، تر راتلونکو پنځو ورځو پورې د کابل په بادام باغ کې د «کرنې ته بنسټیزه زمینه برابرول او د افغانستان د ځان بسیاینې زمینه برابروونکی» تر شعار لاندې د کرنیزو محصولاتو پسرلنی نندارتون جوړېږي. ټاکل شوې دغه نندارتو به د روانې غویې میاشتې له ۱۲مې نېټې څخه تر ۱۵مې نېټې پورې د کابل په بادام باغ کې جوړ شي. په دې نندارتون کې به د هیواد ګڼ شمېر کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې شي، چې د کرنې وزارت همکارې ادارې او موسسې به په کې ګدون وکړي. د کرنیزو محصولاتو دغه نندارتون وروسته له هغې جوړېږي، چې دامهال په کابل کې د افغان – قزاق په نوم نړېوال نندارتون دوام لري، چې د شاوخوا ۸۰ کورنیو او بهرنیو شرکتونو تولیدات او محصولات په کې نندارې ته وړاندې شوي دي.