د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال د کابل چهاردهي سیمې له یو شمېر مخورو او دیني عالمانو سره په کتنه کې د کابل ښار د اوبو د کمښت ستونزې د حل ډاډ ورکړی دی. نوموړي ویلي، چې سرپرست حکومت د ولسونو اړتیاوو ته پوره پاملرنه لري او په کابل کې د اوبو د کمښت ستونزې حل لپاره هڅې پیل شوې دي. د نوموړي په وینا، سرپرست حکومت هڅه کوي د کابل د اوبو د سرچینو مدیریت او رغونه د ملي بودجې پر مټ ترسره کړي او په دې برخه کې له مرستندویه بنسټونو او همکارو هېوادونو څخه هم د مرستې غوښتنه شوې ده. سیاسي مرستیال همدرانګه د کابل چهاردهي سیمې اوسېدونکو ته د هغوی پر وړاندېزونو د غور ډاډ ورکړی دی.